له ۵۰ څخه ډېر کډوال د مانش په کانال کې د فرانسې سمندري ساتونکو له‌خوا ژغورل شوي دي

د فرانسې ساحلي ساتونکو ویلي، ۵۱ کسان يې وروسته له هغې وژغورل چې کښتۍ یې له مانش کانال څخه د تېرېدو پر مهال له ستونزې سره مخ شوه.

دا پېښه د سې شنبې په ورځ د فرانسې په شمال کې د اودرېسل په سواحلو کې رامنځ ته شوه او د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د کالاس په سواحلو کې څلور جسدونه هم وموندل شول.

د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د لړم په پنځلسمه د فرانسې د سمندري ځواکونو له‌خوا د لټون له عملیاتو وروسته له هغه پیل شول چې د کالاس په ساحل کې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ څخه یو جسد وموندل شو او تر چهارشنبې پورې څلور نور جسدونه وموندل شول.
فرانسوي چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې، چې وژل شوي کسان کډوال وو که نه.
د فرانسې ساحلي ساتونکو ویلي، چې ژوندي پاتې شوي کسان خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
رسمي شمېرې ښيي، چې سږ کال ۳۱ زره کډوال برېتانیا ته داخل شوي دي.
همدارنګه د برېتانیا معلومات دا هم په ډاګه کوي، چې د سې شنبې په ورځ ۲۶۳ کسان د څلورو کښتیو له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي.
د فرانسې ساحلي ګارډ هم اعلان وکړ، چې سږکال ۵۰ کسان د فرانسي او انګلستان ترمنځ کانال څخه د تېرېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
په دې وروستیو کې د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر په ګلاسکو کې د انټرپول کنفرانس پر مهال ویلي و، چې هغه به د انساني قاچاقبرانو سره د "ترهګرو" په څیر چلند وکړي او د نا قانونه کډوالۍ سره د مبارزې په برخه کې به بودجه دوه برابره کړي.