اېن‌بي‌سي نیوز: د بایډن حکومت د کډوالو د احتمالي ډېروالي لپاره بېړني پلانونه جوړوي

اېن‌بي‌سي نیوز د دوو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د بایډن حکومت د سرحدونو په اوږدو کې د کډوالو د احتمالي زیاتوالي لپاره بېړني پلانونه جوړوي او وایي، دوی اندېښمن دي چې ټرمپ به د واک ترلاسه کولو وروسته سرحدونه وتړي.

په داسې حال کې چې د کورني امنیت ریاست لا تر اوسه د کډوالۍ د زیاتوالي راپور نه دی ورکړی؛ خو دوی د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وړاندوینه وکړه، چې د ټرمپ له ټاکلو وروسته به کډوالي زیاته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ټاکنو بریالي شوي نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و چې که ټاکنې وګټي؛ نو له امریکا به مېلیونونه کډوال وباسي.
رویټرز څلور ورځې وړاندې راپور ورکړ او د ډونالد ټرمپ له قوله یې لیکلي و، که د ډیموکراټ ګوند نومانده کمالا هرېس ګټونکې شي د امریکا هر ښار به د کډوالو په یوه ویجاړ او خطرناکه پنډغالي بدل شي.