علي خامنه‌اي: د اسراییل بریدونو ته به خامخا ځواب ورکوو

علي خامنه اي وایي، امریکا او اسراییل باید پر دې پوه شي د هغه څه پر وړاندې یې چې د ایران او مقاومت جبهې پر وړاندې ترسره کوي؛ له غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخامخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو سره د یوې ناستې پرمهال کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې خامخا به د اسراییل بریدونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
له بل پلوه د سپاه پاسداران ویاند هم ویلي، چې د اسراییل بریدونو ته به خامخا ځواب ورکوي.
سرادار نایبي ویلي:«زه په واضح او پرېکنده توګه وایم، چې د دوښمن د برید ځواب به په زغرده ورکوو او زموږ ځواب به د دوښمن پر وړاندې دومره پیاوړی وي چې هغوی یې فکر هم نه شي کولای.»
هغه زیاته کړه، دوښمن ته باید د عبرت داسې درس ورکړل شي، چې بیا د شرارت کولو لپاره زړه ښه نه کړي.