د امریکا پخوانی سرتېری: په افغانستان کې تروریزم د امریکا له نغدي مرستو څخه ګټه اخلي

د امریکا د سمندري ځواکونو یو تجربه کاره سرتیري چاډ روبینشو، افغانستان ته په اونۍ کې د ملیونونو ډالرو مرستې استول "غیرقانوني او غیر اخلاقي" بللي دي.
هغه فاکس نیوز ته وویل، چې د امریکا د خلکو مالیه په افغانستان کې د ترهګرۍ د تمویل لپاره کارول کیږي.

چاډ روبینشو د شنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو په وتلو او افغانستان ته د نغدي مرستو په لیږلو نیوکه وکړه.
روبینشو له افغانستان سره د امریکا د اونۍ ۴۰ میلیونو ډالرو مرستو ته په اشارې سره وویل، چې د دې مرستو نیمايي « هغو کسانو ته استول کېږي چې تروریستان دي او د امریکا د بندیزونو په لېست کې دي.»
د تېر کال په جدي میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیګار ته تایید کړه، چې په هرو لسو تر ۱۴ ورځو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ۸۰ میلیونه ډالر نغدې پیسې استوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر د روان کال په پای کې په یو راپور کې وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو امریکايي بنسټونو د کار په څېړنه کې پاتې راغلی چې په افغانستان کې یې ۲۹۳ میلیونه ډالر لګولي او ښايي له دې څخه طالبانو ګټه پورته کړې وي.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری روبینشو، د امریکا د نغدي مرستو استول «ناقانونه او غیر اخلاقي» بللي او دا یې د امریکا له امنیتي ګټو سره په ټکر کې ګڼلې ده.
روبینشو په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د درې ملیارد ډالرو مرستې کڅوړې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دغه پیسې زموږ له مالیه ورکونکو څخه اخیستل کیږي او د تروریزم په تمویل کې کارول کیږي.»
همدا راز، سیګار خبرداری ورکړی چې دا وضعیت د ترهګرو ډلو او د هغوی د اړوندو بنسټونو له خوا د ګټې اخیستنې خطر زیاتوي.
تر دې وړاندې روبینشو ادعا کړې وه، چې امریکا د افغانستان د جګړې په جریان کې د «ټیمونو په بدلولو» سره طالبانو ته اجازه ورکړه چې واک ته ورسېږي.