طالبانو د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ملي ورځې په ویاړ سبا ته عمومي رخصتي اعلان کړې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې (د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ د ملي ورځې په پار په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

تر دې وړاندې طالبانو (د زمري په ۲۴مه) پر افغانستان د خپلې دویمې واکمنۍ په ویاړ هم عمومي رخصتي اعلان کړې وه او هم یې د بګرام په پوځي اډه کې دغه ورځ په پوځي پریډ او جشن سره نمانځلې وه.
تر دې وړاندې د دغې ډلې غړو د افغانستان د خپلواکۍ اتل امان الله خان ته په ښه سترګه نه دي کتلي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې د نوموړي انځورونه پاک کړي او تراشلي دي.
په افغانستان کې د ۱۳۵۲ کال د سردار محمد داوود تر جمهوریت وړاندې به په ټول افغانستان کې ملي جشنونه (د زمري په ۲۸مه) ترسره کېدل؛ خو واک ته د سردار محمد داوود تر رسېدو وروسته دغه جشنونه (د چنګاښ په ۲۶مه) نېټه نمانځل کېدل، چې بیا د سردار محمد داوود د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته دغه جشنونه (د غويي په ۷مه) د خلق او پرچم د ګوندونو د کودتا په ورځ نمانځل کېدل، چې بیا مجاهدینو دغه نمانځغونډې (د غويي ۸مې) نېټې ته وغځولې.
خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته بیا د جمهوري نظام پر مهال (د زمري ۲۸مه) څه نا څه د پرتمینو غونډو په جوړولو سره نمانځل کېده او یاد به یې تازه کېده.
په تېرو درېیو کالو کې (د زمري د ۲۸مې) په ویاړ که څه هم چې رسمي غونډې نه دي جوړې شوې؛ خو د طالبانو د وروستۍ خبرپاڼې نه داسې ښکاري، چې دغه ډله هم تر یوه بریده د خپلواکۍ ورځې ته د درناوي په پار عمومي رخصتي اعلانوي؛ خو دا مالومه نه ده چې په دغې ویاړلې ورځې به دغه ډله کومه رسمي غونډه جوړه کړي او که نه یوازې به یې په تشې رخصتۍ تېره کړي.