‏طالبان: د هغې پاکستانۍ ډاکترې کتنځی مو په جلال اباد کې وتاړه، چې قانوني اسناد یې نه لرل

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رياست وايي، د هغې پاکستانۍ ډاکترې کتنځی یې تړلی چې د دوی په وینا د ډاکترۍ قانوني اسناد یې نه لرل او له دوی څخه یې د کار کولو جواز هم نه و اخیستی.

‏په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، دغې ډاکترې د پروفیسرې په نوم ناروغان کتل او په بدل کې یې له هغوی زیاتې پیسې هم اخیستې.
‏دغه چارواکي وايي، دغې ډاکترې له یوه ناروغ څخه ۱۲ زره افغانۍ اخیستې وې چې د هغې د کتنځي د تړلو پر مهال دغه پیسې بېرته ناروغ ته وسپارل شوې.
‏په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رياست خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د تقلبي ډاکټرانو کتنځایونو ته دې نه ورځي او که په داسې جعلي او ناقانونه ډاکترانو پېښېږي؛ نو د دغه ریاست چارواکو ته دې خبر ورکړي.
په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې په ډېرو سیمو کې بې سنده ډاکترانو کتنځایونه پرانیستي، چې تر ډېره یې خلکو ته د ګټې پر ځای تاوانونه هم اړولي دي.
یو شمېر خلک وایي، که طالب چارواکي د دغسې بې ډیپلومه ډاکترانو مخه و نه نیسي؛ نو پایلې به یې د ناروغانو لپاره ډېرې خطرناکې وي.