خیرالله خیرخواه: د جګړې له پړاو څخه تېر شوي یو، راځئ چې له قلم څخه استفاده وکړو

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي: «د جګړې له پړاو څخه تېر شوي یو، راځئ چې له قلم څخه استفاده وکړو.» خیرالله خیرخواه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وایي: «له مخالفته لاس واخلئ او له خپل عقل څخه په کار اخیستو سره بېرته هېواد ته ستانه شې.»

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ سره له دې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، خو یو شمېر بهر میشتي کسان اوس هم د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.
ښاغلي خیرخواه چې د دغې ډلې د واکمنېدو د درې کلنۍ په یوې غونډه کې خبرې کولې وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې قومي او ژبني تعصبات له منځه تللي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز له ځوانانو غواړي، څو د هېواد د بیارغونې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پکتیا د احمداباد لپاره د طالبانو پخوانی ولسوال عبدالحمید خراساني وايي: «د طالبانو مشري د یو قوم په لاس کې ده او له نورو سره د غلامانو په څېر چلند کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په وار - وار ویلي، چې ټول بهر میشتي افغان کدرونه او متخصصین دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې دې ونډه واخلي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي ادارو ډېری جنرالان، د ټیکنالوژۍ برخې متخصصین، انجینران، ډاکټران، خبریالان او د پوهنتونونو سلګونه استادان له افغانستانه ووتل.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د اسلامي علومو تر څنګ پر عصري زده کړو هم ټینګار کوي، خو له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي، ډېر شمېر نور روزنیز مرکزونه یې هم له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
دغه ډله له یوې خوا د قلم د اخیستو خبره کوي او له بلې خوا بیا په لویو او مناسبتي غونډو کې د زېړو بوشکو په نمایش ورکولو سره ځوانان افراطیت ته هڅوي.