فایق: ظالمو او فاسدو حکومتونو هېڅکله د خلکو مشرعیت نه دی ترلاسه کړی او پرځېدلي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست وايي، چې «ظالمو، مستبدو، فاسدو او ځان غوښتونکو مشرانو پورې اړوند حکومتونو هېڅکله د خلکو مشرعیت نه دی ترلاسه کړی او پرځېدلي دي»

نصیر احمد فایق په خپل اېکس کې لیکلي، چې ځان غوښتنه، جهالت د حذفولو سیاست او فساد د بهرنیانو د لاسوهنې د دوام، د کورنیو جګړو، وینې توییدنې، بېوزلۍ او بهرنیو مرستو ته د افغانستان د اړ کېدو لامل دی.
نوموړي د طالبانو حکومت ته په اشارې زیاته کړه:«اوسنی رژیم د ورته رژیمونو یوه نمونه ده.»
ښاغلی فایق وایي، چې د اګسټ ۱۵مه په واقعیت کې د بېوزلۍ د دوام، جهالت او د خلکو د بدبختۍ د لمانځنې په معنا ده او د جمهوریت پرځېدو د پرمختګونو او ځان بساینې ته له رسېدو څخه افغانستان د نړیوالو سیالیو له دایرې څخه و اېسته.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د افغانستان خلک د هېواد د هغو اصلي قربانیانو او اتلانو په توګه یاد کړل، چې تر اوسه هم په حوصله راتلونکي ته هیله من دي.
نصیر احمد قایق دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان د پرځېدو درې کاله پوره شول او په دغه موده کې نه یوازې دا چې د طالبانو په سیاست او چلند کې بدلون رانغی برعکس د یادې ډلې تندلاري او سخت دریځۍ لا پسې زیاتې شوې هم دي.
د افغانستان جمهوري غوښتونکي، سیاستوالو، د بشري حقونو مدافعین او یو شمېر نور افغانان په دې باور دي، چې تر هغه په افغانستان کې د یوې ټولګډونه پروسې له لارې نظام، اساسي قانون او له نړۍ سره تعامل نه وي رامنځته شوی، د افغانستان روان کړکېچ به لا خشن او داخلي ګډوډي به دوام ولري.