د خوړو نړۍوال پروګرام: امریکا راسره ۲۸۰ مېلیون ډالره تازه مرسته کړې

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، امریکا ژمنه کړې چې د خپلې پرمختیايي ادارې (یو اېس ای ډي) له لارې به د افغانستان له خلکو سره د ۲۸۰ مېلیونه ډالرو په شاوخوا کې مرسته وکړي.

دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې به د ژوند ژغورنې بېړنیو او تغذیوي فعالیتونو په برخو کې ولګول شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په دغو مرستو به هغو درې مېلیونه وګړو سره د خوراکي توکو مرسته وشي چې دا مهال له لوږې سره مخامخ دي او د شاوخوا ۹۰۰ زره خوارځواکو ماشومانو او شېدې ورکوونکو مېندو لپاره به قوي او روغتیايي خواړه چمتو شي.
دا مهال د کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ګڼ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او ډېرې میندې هم د کمزوري اقتصاد له امله دومره شېدې نه لري، چې نوي زېږېدلي ماشومان پرې ماړه کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د دوی د ارزونو له مخې روغتیايي مرکزونو ته د خوارځواکو ماشومانو په ورتګ کې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی راغلی او دا د دې څرګندونه کوي چې په دغه هېواد کې لوږه تر نورو کلونو زیاته شوې او خلک په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.
ډبلیو اېف پي وايي، د امریکا د دغو نویو مرستو سره به دوی وتوانېږي چې ۳۸۰ زره مېندو ته قوي روغتیایي خواړه چمتو کړي او د روغتیايي مرکزونو له لارې د خوارځواکو ماشومانو درملنه هم پرې وکړي.
تر دې وړاندې دغې ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نورو مرستندویه بنسټونو په ماشومانو کې د سختې خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه او دا یې هم ویلي و، چې د دغه هېواد خلک د وزکارتیا او بې‌کارۍ له امله سخت ځپل شوي او که مرستندویان د خوارځواکو ماشومانو سره مرستې ته را و نه دانګي ښايي دغه ستونزه په یو ستر ناورین بدله شي.