سرچېنې: د هرات ولایت ګمرک کې د اورلګېدنې له امله افغان سوداګرو ته ملیونونه ډالر زیان اوښتی
په هرات کې باوري سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه اور پرون غرمه شاوخوا دوه بجې لګېدلی او د شپې په دوولس نیمو بجو مهار شوی دی.
دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې د دغې اور لګېدنې له امله د ګمرک دوه ستر هنګرونه او د هغې شاوخوا ټول پراته سوداګریز مالونه په اور کې سوځېدلي او تر دېرشو زیاتو موټرو هم اور اخیستی دی.
دغې سرچینې دا هم وویل، په سوځېدلو توکو کې د زرګونه ټنه تېلو د سوځېدلو تر څنګ ګڼ ماشین الات، سوداګریز توکي او له دېرشو زیات موټر سوځېدلي دي.
په هرات کې طالب چارواکو د دغه اور لامل «تخنیکي ستونزې» بللې وې؛ خو په اړه یې زیات جزییات نه و ورکړي.
د هرات د ګمرک مرستیال عصمتالله یاسر د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي و، چې د دوی د ارزونو له مخې د یوې تخنیکي ستونرې له امله دغه اور لګېدلی و.
درې کاله وړاندې هم د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې له امله مېلیونونه ډالر افغان سوداګرو ته زیان اوښتی و.