د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو درې کلنې واکمنۍ او د نړۍوالو بې کفایتۍ افغانان نهیلي کړي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، افغانان له درې کلن نا حل شوي خپګان سره مخامخ دي او دا ځکه چې طالب چارواکي د نړۍوالو قوانینو خلاف له بشري حقونو په پر له پسې توګه سرغړوونې کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نړۍوالې ټولنې د غبرګون په اړه یې د بشري حقونو مدافعینو، د پوهنتون استادانو، د معترضو ښځو، مدني فعالانو، ځوانانو او ژورنالیستانو په ګډون له ۱۵۰ څخه د زیاتو اړخونو سره په یوه پراخه مشورتي غونډه کې د افغان ټولنې نارضایتي مستند کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه مشورې د افغانستان د ۲۱ ولایتونو ترڅنګ په امریکا، انګلستان، جرمني، فرانسې، بلجیم، اسپانیا، سویس، اېټالیا، کاناډا او پاکستان کې له جلاوطنه افغانانو سره شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي:« موږ په ټوله نړۍ کې د افغانانو د یوې برخې له استازو سره خبرې وکړې او هغوی ټول په دې باور دي، چې نړۍوالې ټولنې د افغانستان خلک مات کړي دي.»
د بښنې په نړۍوال سازمان کې د سویلي اسیا لپاره سیمه‌ییزه کمپاین کوونکې سمیرا حمیدي وایي، نه یوازې دا چې طالبان د جرمونو او د بشري حقونو د سرغړونو په حساب ورکولو کې پاتې راغلي؛ بلکې دوی د نورو زیانونو په مخنیوي کې هم پاتې راغلي دي.
هغه وایي، د درېیو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین د مخنیوي لپاره د کوټلو ګامونو نه اخیستل د نړۍ لپاره د شرم ځای دی.
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې له شلو څخه زیاتو افغان ښځو د بشري حقونو مدافعینو د بښنې نړۍوال سازمان ته ویلي، چې دوی د ژوند په هر اړخ کې خپله اراده له لاسه ورکړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د مدني ټولنې بېلابېلو استازو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د بېرته راګرځېدو په اړه خبرې وکړې، چې په کې په عام محضر کې وهل، اعدام، د لاسونو پرې کول، سنګسارول او د ناوړه چلند او ربړوونې نور ډولونه شامل دي چې د نړۍوالو قوانینو څخه لویه سرغړونه ده.