سمیع سادات وايي، چې حنیف اتمر زما د وژلو امر کړی و

د افغانستان د پوځ پخوانی قوماندان سمیع سادات وايي، د اشرف غني د حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د هغه د وژلو امر کړی و.

د پوځ دغه پخواني قوماندان په خپل کتاب کې لیکلي، چې د پخواني حکومت د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال عبدالرحمن رحمان هغه ته د اتمر له پلان څخه خبر ورکړی و.

جنرال سادات د (وروستي قومندان) په نامه کتاب کې چې (د زمري په ۱۵مه نېټه) په امریکا کې خپور شو لیکلي، چې جنرال عبدالرحمن یوه شپه خپل دفتر ته ور وغوښت او ورته یې وویل چې ژوند یې په خطر کې دی.
سادات زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت پخواني مرستيال ويلي و، تر هغې چې حالات سمېږي، دى او کورنۍ یې بايد د څو اوونيو لپاره له افغانستانه ووځي.
سادات جنرال عبدالرحمن ته وویل:« زه پوهېږم، چې ګواښ څه دی. زه نه غواړم چې چېرته لاړ شم.»
دغه پخوانی قوماندان ادعا کوي، چې جنرال عبدالرحمن د خپل مېز څخه یوه دوسیه راوېسته، دا هغه دوسیې ته ورته وه چې پخوا یې لیدلې وه؛ خو دا ځل یې عکس هم ورسره نښلول شوی و.
شاید د سادات هدف له دې دوسیې څخه دا وي، چې دا به د هغو کسانو نوملړ وي چې باید ووژل شي.
د کتاب په وینا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال سمیع سادات ته خبرداری ورکړ، چې حنیف اتمر یو خطرناک کس دی او « د حقاني شبکه د ده پر ضد کارولی شي.»
حنیف اتمر اشرف غني ته یو له نږدې کسانو څخه و او کله چې یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، په ارګ کې یو له پیاوړو کسانو څخه ګڼل کېده.
جنرال سادات چې اوس په امریکا کې د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د سیاسي جریان مشر دی، په خپل کتاب کې لیکلي چې په هغه دوسیه کې چې ورته ښودل شوې وه، د هغه د وژلو لپاره یې اجنټانو ته لارښوونه شوې وه.
په هغه دوسیه کې د کور، دفتر، موټر او هر څه جزییات لیکل شوي وو.
د پوځ دغه پخواني قوماندان د جنرال عبدالرحمن له قوله لیکلي: «ما ته ویل شوي، چې دغه ماموریت باید ترسره شي.»
هغه د کورنیو چارو وزارت د مرستیال له قوله لیکلي: «زه د (مسعود) اندرابي (د ملي امنیت د عمومي ریاست له پخواني رییس) سره په ناسته کې وم، کله چې اتمر ستا د وژلو امر وکړ. ما اتمر ته وویل، چې ته یو معقول سړی یې، موږ باید له تا سره خبرې وکړو. "ولې باید سادات ووژنو؟»
جنرال عبدالرحمن وویل، چې اتمر یې خبرې پرې کړې او ویې ویل چې د خبرو وخت پای ته رسېدلی دی.
د اتمر له قوله ویل شوي:« د ویلو لپاره هېڅ پاتې نه دي. سمیع سادات باید یوازې له خدای سره خبرې وکړي. داسې چاودنه پرې وکړئ، چې ټوټې یې اسمان ته پورته شي.»
سادات لیکلي، چې اندرابي د ملي امنیت له عمومي ریاست سره د هغه نږدې اړیکو له امله د اتمر د فرمان له عملي کولو ډډه کړې وه.

سرکښه عنصر

سادات په خپل کتاب کې لیکلي، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د ملي امنیت ریاست کې او د ترهګرۍ ضد څانګې برخه کې ډګروال و، له غني او اتمر سره یې چې هغه مهال د ملي امنیت سلاکار و، اختلاف درلود.
ښاغلی سادات وايي، چې هغه مهال یې د القاعدې د غړو د وژلو په عملیاتونو کې ګډون درلود.
د سادات په وینا، د ملي امنیت رییس مسعود اندرابي د نوموړي ساتونکي خلع سلاح کړل؛ خو په کابل کې د امریکا څارګرې ادارې د هغه د ساتنې مسوولیت پر غاړه واخیست.
ښاغلی سادات وايي، چې ولسمشر غني د سي ای اې دغه عمل په غوسه کړی و.
سادات لیکلي:« غني د سي ای اې مشر ته وویل، چې زه له کنټروله وتلی او یاغي شوی یم. غني وویل، سادات په جدي جرمونو تورن دی، باید ونیول شي او زنداني شي.»
سادات وايي، چې په کابل کې د سي ای اې د دفتر مشر د غني امر رد کړ او ويي ویل، چې سادات «د امریکايي حکومت ملاتړ لري. هغه زموږ کارکوونکی دی.»
د اګست په پنځمه د دغه کتاب له خپرېدو راهیسې ښاغلي اتمر په دغه کتاب کې د جنرال سادات د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان انټرنشنل له ښاغلي اتمر سره د هغه د غبرګون د ترلاسه کولو لپاره اړیکه ونیوله؛ خو اتمر تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.