د تېر حکومت سرتېري: په هېواد کې د طالبانو له شکنجو او په بهر کې له سختیو سره مخامخ یو

د تېر حکومت یوشمېر سرتېرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د شکنجو او کړاونو له امله او له افغانستانه دباندې د نا څرګند برخلیک له امله یې ژوند له سختیو سره مخامخ شوی دی.

د تېر حکومت سرتېري وايي، چې اوس یې هم ځیني ملګري د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

د افغانستان د تېر حکومت د ملي پولیسو یو شمېر سرتېرو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وويل، چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره یې ژوند د مېلیونونو عامو افغانانو په څېر له کړاونو ډک تېرېږي.
دغه سرتېري چې له افغانستانه بهر ژوند کوي وايي، د ۲۰۲۱ کال (د اګست میاشتې له ۱۵مې نېټې) وروسته یې یوه ورځ هم په ارامه ساه نه ده اخیستې.
مصطفی چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او درې کاله یې په دغه ولایت کې په پوله ساتو ځواکونو او څلور کاله یې د ملي پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کړې، وايي:‌ له تېرو درېیو کالو راهیسې یې کورنۍ نه ده لیدلې او د طالبانو له ډاره خپل کورته د تګ هیله نه لري.
د تېر حکومت دغه پخوانی سرتېری وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د کابل تر سقوط وروسته د یوې مودې لپاره یې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې په پټه ژوند کاوه؛ خو وروسته مجبوره شو، چې خپل هېواد پرېږدي او ایران ته پر قاچاقي لارو ولاړ شي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:« کله چې د کندهار ښار سقوط شو، دوه ورځې وروسته له کندهاره په وروستي پرواز کې کابل ته راغلم؛ خو دستي کابل هم سقوط شو. د څو ورځو لپاره ننګرهار ته ولاړم، له هغه ځایه بېرته کندهار ولایت ژړۍ ولسوالۍ ته ولاړم هلته یوه کور کې پټ اوسېدم؛ خو کله چې خبرېدم چې طالبان کور په کور زما ملګري لټوي، زه یې هم پیدا کړم څو ورځې له هغوی سره بندې وم وهل او ټکول یې ښه ډېر راکول.»
نوموړی وايي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب د طالبانو له بنده راخوشې شو او ایران ته وتښتېد.
دغه سرتېری چې اوس په ایران کې اوسېږي وايي، اوس یې هم ځیني ملګري د کندهار په مرکزي زندان او د یو شمېر طالب چارواکو په شخصي زندانونو کې ساتل کېږي.
نوموړی وایي:« ما په معروف، ارغستان او تخته پل ولسوالیو کې دنده ترسره کړې ده، هلته به موږ تل له طالبانو سره په جګړه بوخت و، کله چې طالبانو کندهار ونیو، همدغو طالبانو بیا د کندهاري نظامیانو پسې لټون پیل کړ ځکه موږ ټول یې سره پېژندلو د یوې ولسوالۍ او یوه قوم خلک یو.»
نوموړی وايي،‌ څو ځله د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی دی؛ خو په ژوند کې یې تر ټولو سخته شېبه هغه وه، چې د کندهار له هوايي ډګر څخه به سرتېري وتل او طالبانو ته به تسلیمېدل.
ښاغلی مصطفی وايي، د طالبانو له لوري د عمومي عفوې پر اعلان هیڅ باور نه لري، ځکه طالبانو یې څو ځله نور نظامي ملګري له کوره اېستي او اوس هم د طالبانو په زندانونو کې تر ربړونو لاندې دي.
مصطفی وايي:« ځیني ملګري یې بندیان دي، ځیني اوس هم په کورونو کې پټ دي، د کندهار اوسنی والي ملا شیرین او پخوانی والي وفا داسې ګروپونه لري چې یوازې د تېر حکومت په نظامیانو پسې ګرځي او هغوی بندیانوي او سزاوې ورکوي.»
د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د مصطفی د ژوند کیسه د زرګونو نورو سرتېرو د ژوند یوه بېلګه ده.


د حکومت له پرځېدو وروسته یو شمېر پخوانيو سرتېرو پر قاچاقي لارو ځانونه تر اروپايي هېوادونو هم رسولي دي.
دغه سرتېري چې درې کاله مخکې د هېواد سرمایه بلل کېده اوس په لویدیځو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
حنظله چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، د ملي اردو په ځواکونو کې یې د بلوک د قوماندان په توګه ۶ کاله دنده تر سره کړې ده.
نوموړی وايي، د کندوز په لومړي سقوط کې یې هملته دنده لرله.
حنظله وايي،‌ د خپلو خلکو او هېواد د دفاع لپاره یې سوګند کړی و؛ خو داسې وخت راورسېد، چې ان له خپل ځان او کورنۍ څخه یې هم دفاع نه شوای کولای.
نوموړی وايي:« په ډېر شوق مې په ملي اردو کې دنده پیل کړه، خدمت مې کاوه؛ خو داسې وخت هم راورسېد چې له خپل ځان او کورنۍ څخه مې دفاع نه شوای کولای.»
د افغان ملي پوځ دغه پخواني سرتېري پر خورا د کړاونو ډکو لارو ځان تر فرانسې رسولی دی.
نوموړی وايي، فرانسې ته د تګ لپاره یې د یوې مودې لپاره په ترکیې کې هم سخت درانه کارونه وکړل چې هم خپلې کورنۍ ته پيسې ولېږي او هم ځان اروپا ته پرې ورسوي.
نوموړی وايي:« ترکیه کې مې د یوه ترک سره په یوه فابریکه کې کار کاوه، کار ډېر سخت و، د ورځې ۱۶ ساعته مې کار کاوه، وروسته له هغه پر ډیرو خطرناکو لارو دلته راورسېدم. دلته تر اوسه بې‌کاره ګرځم؛ خو تمه لرم چې دلته به مې ژوند ښه شي.»
حنظله وايي، د ده په شان ډېری نظامیان چې له هېواده بهر ژوند کوي، هغه وخت هېواد ته د ستنېدو تمه لري، چې هلته په بشپړ ډول انساني حقونو ته درناوی وشي.
حنظله وايي، له داسې ډېرو پېښو خبر دی چې د تېر حکومت نظامیان د شخصي عقدو له امله وژل او شکجنه کېږي.


د طالبانو له لوري د تېر حکومت پر نظامیانو شکنجې پر همدې دوو سرتېرو پای ته نه رسېږي.
عزت الله د تېر حکومت یو بل سرتېری دی، چې د تېرو درېیو کالو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي.
نوموړی وايي، په ایران او ترکیه کې یې د افغانستان د تېر حکومت لسګونه سرتېري په خورا بد حالت کې ژوند کوي.
نوموړی وايي، ډېری دغه سرتېري د یادو هېوادونو له جبري اېستلو له ګواښ سره هم مخ دي.
عزت الله وايي:« جمهوري نظام موږ ته روزنه راکړه او موږ د هېواد د دفاع قسم خوړلی و؛ خو اوس دلته ګورم چې د هېواد د دفاع پر ځای سلګونه نظامیان په فابریکو، شرکتونو او د ایرانیانو او ترکانو د کورونو څوکېداري کوي.»


یو شمېر نظامیان وايي، د طالبانو اوسنیو کړنو ته په کتو خپل هېواد ته د تګ هیڅ تکل نه لري.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د تېر حکومت لوړ پوړو چارواکو په ځلونو ویلي دي، چې د طالبانو په زندانونو کې د تېر حکومت نظامیان شکنجه کېږي.
خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.